session uppdatera gms varning förnya
Vill du stanna kvar på sidan?
Du har varit inaktiv i en längre stund och kommer att bli utloggad om du inte väljer att stanna kvar på sidan.
Automatisk utloggning sker om cirka
Stanna kvar på sidan
Problem med nätverket
Inget internet. Kontrollera din nätverksanslutning.
Tillfälligt tekniskt fel

پښتو (pashto)

سی.اس.ان.CSN هغه مقام دی چه په سویډن کی د زده کړو لپاره د مالی مرستی studiestöd ، یعنی د زده کړو لپاره بلاعوضه مالی مرسته bidrag او د زده کړو لپاره د پورlån چاری تر سره کوی. همدا راز مونږ د موټرچلولو د لا یسنس د پور او د کور د اسبابو لپاره د پور چاری تر سره کوو. دلته تاسی کولای شۍ د ډول ډول مرستو په هکله مالومات ولولۍ. په پښتو ژبه مالومات په یوه جامع سطحه دۍ.

په سویډن کی د زده کړو لپاره مالی ملاتړ Studiestöd - د زده کړو لپاره بلاعوضه مالی مرستهbidrag او پورlån

آیا ته یو بهرنی تبعه یی؟

که چیری ته یو بهرنی تبعه یی کیدای شی چه ته په سویډن کی د زده کړو لپاره د مالی ملاتړ حق ولری، که چیری ته د ځنی شرطونو واجد یی. که ته په سویډن کی د استوګنی دایمی اجازه (PUT) لری، په زیاتو حالاتو کی ته په سویډن کی د زده کړو لپاره د مالی ملاتړ حق لری.

که چیری ته د مهاجرت د اداری لخوا په سویډن کی د استوګنی موقتی اجازه لری، ځکه چه ته د کډوالو پناهندګی یا دی ته ورته لری، نو په زیاتو حالاتو کی ته په سویډن کی د زده کړو لپاره د مالی ملاتړ حق لری. مګر د پناه غوښتونکی په حیث ته د دی حق نه لری.

له دی نه پرته مقررات د دی سره اړه لری چه آیا ته د اروپایی اتحادیی یا د اروپا د اقتصادی همکارۍ د منطقی په هیوا دونوEU/ESS او یا سویس کی تابعیت لری یا یی نلری.

د زده کړو لپاره ز مونږ ډول ډول مالی ملاتړ

د زده کړو لپاره ډول ډول مالی ملاتړ موجودی دی، دا د دی سره اړه لری چه ته کومی زده کړی کوی او ته څو کلن یی. دا د دوی تر ټولو نه معمولی ډولونه دی:

د زده کړو لپاره مرسته - studiehjälp ستا لپاره چه په لیسه کی زده کړی کوی او ۲۰ کلن یا تر دی نه ټیټ عمر لری بلاعوضه مالی مرسته

که ته په لیسه کی زده کړی کوی ته کولای شی د هغه کال چه ته به ۲۰ کلن کیږی د پسرلی یا دوهمی چهارنیماه vårterminen پوری د زده کړو لپاره مرسته ترلاسه کړی. د زده کړو لپاره مرسته د ډول ډول بلاعوضه مالی مرستو نه تشکیل شوی، د مثال په توګه د زده کړو لپاره بلاعوضه مالی مرسته او اضافی مالی مرستهextra tillägg . اضافی مالی مرسته یوه داسی مالی مرسته ده چه که چیری ستا کورنۍ لږ عاید ولری ته کولای شی د هغه غوښتنه وکړی.

ستا لپاره چه بهرنی تبعه یی مالومات

د زده کړو لپاره مالی مرستی – Studiemedel بلاعوضه مالی مرسته او پور

زده کړو لپاره مالی مرستی د بلاعوضه مرستی او پور نه تشکیل شوی دی. ته کولای شی د زده کړو لپاره د مالی مرستی غوښتنه په هغه کال کی چه ته ۲۰ کلن کیږی د منی د چهارنیماه höstterminen څخه وکړی.

که ته د لیسی نه وروسته زده کړو ته دوام ورکړی د مثال په توګه په پوهنتون کی، نو ته کولای شی د د زده کړو لپاره د مالی مرستی غوښتنه وکړی حتی که ستا عمر د ۲۰ کالو نه ټیټ وی. د زده کړو لپار پور ته باید بیرته تادیه کړی.

ستا لپاره چه بهرنی تبعه یی مالومات

د زده کړو د پیل لپاره مالی مرسته- Studiestartsstöd ستا لپاره چه بیکاره یی بلاعوضه مالی مرسته

د زده کړو د پیل لپاره مالی مرسته د هغه چا لپاره ده چه د اوږدی مودی په بهیر کی بیکاره وه او دی ته اړتیا لری چه د ابتدایی ښوونځی یا لیسی زده کړی وکړی تر څو وکولای شی یو کار ترلاسه کړی. دا یوه داسی بلاعوضه مالی مرسته دی چه یوازی د ۵۰ اونیو په بهیر کی ته کولای شی هغه ترلاسه کړی که چیری ته په پوره وخت کی زده کړی کوی.

ستا لپاره چه بهرنی تبعه یی مالومات

د انطباق لپاره د زده کړو مالی مرسته (Omställningsstudiestöd) -د هغو کسانو لپاره چه د کاری ژوند په منځ کی دی

د انطباق لپاره د زده کړو مالی مرسته، د هغه لویو کسانو لپاره چه یوه زیاته موده یی کار کړی وی د زده کړو یوه مالی مرسته ده. د انطباق لپاره د زده کړو د مالی مرستی په وسیله ته کولای شی زده کړی وکړی او خپل لیاقت پراخه کړی د دی لپاره چه د کار په بازار کی خپل موقف تقویه کړی. ته کولای شی په خپل مسلک کی نوری زده کړی وکړی یا د یوه نوی مسلک زده کړی وکړی.

د انطباق لپاره د زده کړو مالی مرسته د بلاعوضه مالی مرستی او پور نه تشکیل شوی ده. دا چه ته څومره پیسی کولای شی ترلاسه کړی یا پور کړی، د ستا د عایداتو سره اړیکه لری. بلاعوضه مالی مرسته ستا د تنخوا ۸۰ % ده، تر یوه اکثر مبلغ پوری. که غواړی ته کولای شی پور هم واخلی. ته کولای شی دا مرسته د ۴۴ اونیو په بهیر کی ترلاسه کړی، که نیم وخت زده کړی کوی نو یو څه زیاته موده.

لاندی د انطباق لپاره د زده کړو مالی مرستو یو څو شرطونه ذکر شوی دی:

  • ته باید د ۲۷ نه تر ۶۲ کالو عمر ولری.
  • تا باید د ورستیو ۱۴ کالو په بهیر کی اقلا ۹۶ میاشتی (په مجموع کی ۸ کاله) کار کړی وی.
  • تا باید د ورستیو ۲۴ میاشتو نه اقلا ۱۲ میاشتی کار کړی وی.
  • ته باید داسی زده کړی وکړی چه د کار په بازار کی ستا موقف تقویه کړی.

نور داسی شرطونه هم شته چه ته باید د هغو واجد وی.

د انطباق لپاره د زده کړو د مالی مرستی لپاره ته باید پهcsn.se کی په زما پاڼیMina sidor برخه کی غوښتنه وکړی. غوښتون لیک په سویډنی ژبه دی. په یوه کال کی د غوښتنی لپاره دوی دوری موجودی دی، یوه موده د هغه زده کړو لپاره چه د منی په سمستر کی پیل کیږی او بل د هغه زده کړو لپاره چه د پسرلی په سمستر کی پیل کیږی.

د انطباق لپاره د زده کړو د مالی مرستی لپاره هر کال یوه محدوده بودجه موجوده وی. دا په دی مانا ده چه ټول هغه کسان چه د دی مرستی غوښتنه کوی شاید دا مرسته ترلاسه نکړی، حتی که دوی د شرایطو واجد هم وی. غوښتون لیکونه د دوی د واردیدلو د نوبت په اساس منظور کیږی.

د انطباق لپاره د خپلی موسسی(omställningsorganisation) سره تماس ونیسه. هلته ته کولای شی د زده کړو او مسلک په هکله ووړیا لار ښوونی ترلاسه کړی. هلته کولای شی داسی یو تصدیق ترلاسه کړی چه دا ښکاره کوی چه زده کړی ستا موقف د کار په بازار کی تقویه کوی. په ځنی حالاتو کی ته کولای شی د زده کړو لپاره تکمیل کوونکی بلاعوضه مالی مرسته د دوی ته ترلاسه کړی. که ته نه پوهیږی چه د انطباق لپاره د کومی موسسی سره اړه لری نو د خپل کار د څښتن یا صنفی اتحادیی سره تماس ونیسه.

د انطباق لپاره د زده کړو د مالی مرستی په هکله زیات مالومات ولوله (په سویډنی ژبه)

د انطباق لپاره د زده کړو د مالی مرستی په هکله زیات مالومات ولوله (په انګریزی ژبه)

د زده کړو لپاره پور studielån بیرته ورکړه

د سی.اس.ان.CSN څخه د زده کړو لپاره ترلاسه شوی پور ته باید هغه وخت بیرته ورکړی کله چی ته په خپلو زده کړو کی وقفه راولی یا په پوهنتون کی د زده کړو لپاره د مالی بلاعوضه مرستی studiemedel سره خپلی زده کړی پای ته ورسولی. دا په دی صورت کی هم اعتبار لری که چیری ته بیکاره یی، د والدینو پیسی ترلاسه کوی یا د هیواد نه بهر ته کډه کوی. دلته د بیرته ورکولو په هکله او د بیرته ورکولو په اړ د ستونزو په صورت کی، معلومات پیدا کولای شی.

د زده کړو لپاره پور studielån بیرته ورکړه

د کور د اسبابو لپاره پور hemutrustningslån بیرته ورکړۍ

سی.اس.ان، د ۲۰۲۱ کال د دسمبر تر میاشتی پوری تاسی هغو کسانو ته چه د کمون یا ښاروالیو لخوا د کډوال په توګه منل کیږۍ، د کور د اسبابو لپاره پور درکوی. د ۲۰۲۲ کال د جنوری د لمړی نیټی نه وروسته د کور د اسبابو لپاره د پور دغوښتنی امکان نشته، دا یوه داسی پریکړه ده چه د سویډن پارلمان کړی ده.

سی.اس.ان د کور د اسبابو لپاره د پور د بیرته ورکولو د چارو اداره ترسره کوی. دا په دی مانا ده چه تاسی چه د کور د اسبابو لپاره پور لرۍ، هغه باید په عادی توګه بیرته ورکړۍ. که تاسی د پور د بیرته ورکولو په اړه کومی ستونزی لرۍ نو تاسی باید زمونږ سره تماس ونیسۍ ترڅو دا وګورو چه کوم امکانات موجود دی.

تاسی کولای شۍ د موټرچلولو د سویډنی لایسینس د بی سوییی لپاره پیسی پور کړۍ. د موټرچلولو د لایسینس درلودل د کار ترلاسه کول آسانه کوی.

تاسی کولای شۍ د موټرچلولو د لایسینس لپاره د پور غوښتنه د لاندی شرایطو په صورت کی وکړۍ:

  • تاسی د ۱۸ نه تر ۴۷ کالو عمر لری، بیکاره یاست او د ځنی شرایطو واجد یاست یا
  • د ۱۹ نه تر ۲۰ کالو عمر لری او د لیسی یا د لیسی د معادل شهادت نامه لرۍ.

تاسی کولای شۍ تر ۱۵۰۰۰ کرونو پوری پیسی په پور واخلۍ. دا پور تاسی باید بیرته ورکړی، حتی که تاسی ونه شوای کولای د موټرچلولو لایسینس واخلی نو بیا هم پور باید بیرته ورکړۍ.

زمونږ سره تماس ونیسه

کله چه ته زمونږ سره تماس نیسی ته کولای شی په سویډنی یا انګریزی ژبو ځواب ترلاسه کړی.

په سویډن کی د زده کړو لپاره د مالی ملاتړ د حق لرلو په هکله پوښتنی

په سویډن کی د زده کړو لپاره د مالی ملاتړ د حق لرلو په هکله مونږ ته زنګ ووهه ˅

د دوشنبی نه تر جمعی پوری د ۹ بجو نه تر ۱۲ بجو پوری

300 276 771 46+

د برښنالیک فورمه وازه کړه

ebrev@csn.se

په عادی توګه مونږ د دریو رسمی روځو په بهیر کی ځواب ورکوو ←

د زده کړو لپاره د مالی ملاتړ په هکله پوښتنی

د زده کړو په هکله مونږ ته زنګ ووهه

دوشنبې- جمعه د سهار له 00:9 بجو څخه تر مازدیګر 00:13 بجو پورې

000 276 771 46+

د برښنالیک فورمه وازه کړه

ebrev@csn.se

په عادی توګه مونږ د دریو رسمی روځو په بهیر کی ځواب ورکوو ←

د زده کړو لپاره د مالی مرستی د بیرته تادیه کولو په هکله پوښتنی

دد بیرته تادیه کولو په هکله مونږ ته زنګ ووهه ˅

دوشنبې- جمعه د سهار له 00:9 بجو څخه تر مازدیګر 00:13 بجو پورې

000 276 771 46+

د برښنالیک فورمه وازه کړه

ebrev@csn.se

په عادی توګه مونږ د دریو رسمی روځو په بهیر کی ځواب ورکوو ←

د کور د اسبابو لپاره د پور په هکله پوښتنی

د کور د اسبابو لپاره د پور په هکله مونږ ته زنګ ووهه ˅

+46 771 276 100

100 276 771 46+

د دوشنبی نه تر جمعی پوری د ۹ بجو نه تر ۱۲ بجو پوری

د برښنالیک فورمه وازه کړه

hemutrustningslan@csn.se

په عادی توګه مونږ د دریو رسمی روځو په بهیر کی ځواب ورکوو ←

د موټروانۍ د لایسنس لپاره د پور په هکله پوښتنی

د موټروانۍ د لیساینس لپاره د پور په هکله مونږ ته زنګ ووهه ˅

000 276 771 46+

د دوشنبی نه تر جمعی پوری له د ۹ بجو نه تر ۱۲ بجو پوری

د برښنالیک فورمه وازه کړه

په عادی توګه مونږ د دریو رسمی روځو په بهیر کی ځواب ورکوو ←

Updated: 2024-03-25
Did this page help you?